➤Learn Pashto Through The News - Release of Prisoners and The Taliban



Special Representative Zalmay Khalilzad on the Prospects for Peace ...
Transcript in Pashto:

افغان حکومت د طالبانو له لوري د ۴۶ نورو بندیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی دی. د ملي امنیت شورا ویاند جاويد فیصل وايي، په وروستیو خوشي شویو بندیانو کې ۳۹ یې پوځیان دي او پاتې یې ولسي کسان دي. بل خوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا پر طالبانو او افغان حکومت د بندیانو خوشي کولو او د اورکم د هڅو ګړندي کولو غږ کړی دی

Vocabulary:

د طالبانو له لوري - by the Taliban
بندیانو - prisoners
خوشي کېدل - to be released
هرکلی کول - to welcome
پوځیان - troops, soldiers
 پاتې یې - the rest of them
ولسي کسان - civilians
د ... لپاره - for
ځانګړي استازي - special envoy
یو ځل بیا - once again, once more
 په/ پر... غږ کول - to call on
هڅو  - efforts
ګړندي کول - to accelerate

Source: BBC Pashto



Comments