➤Learn Pashto through the News - Taliban Members killed


ارشيف
Transcript in Pashto: 

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته په بېلابېلو سیمو کې څه باندې ۲۸۰۰ بریدونه کړي دي.

د دغې شورا ویاند جاوید فیصل نن کابل کې خبریالانو ته وویل، دغو بریدونو کې د دواړو خواو د وسله والو سربېره ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې

فیصل وویل، طالبانو همدا پرون هم د دوی د اوربند غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی دی

ملي امنیت شورا وایي، په روان تاوتریخوالي کې پر افغان ځواکونو سربېره طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې
 او یوازې تېره اونۍ کې دوی ۳۰۹ طالبان وژلي او ۲۱۰ یې ټپیان کړي دي

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

Vocabulary:

بېلابېلو - different (plural)
 تر ... وروسته (tar... wrosta) - after
بریدونه (briduna) is the plural of برید (brid), which means attack.
څه باندې (tsa bande) - over, more than
خبریالانو (khabaryal) - reporters 
ملکیانو (mulkianu) - civilians
مرګ ژوبله (marg zhóbla)- casualties
دواړو خواو (dwaro khowao) - both sides
اوربند (orband) - ceasefire
منفي ځواب (manfi dzawab) - negative answer
ورکول (warkwal) - to give
تاوتریخوالي (taotrekhwale) - violence
د دوی (da dowe) - Their. lit, "of they". 
ټپیان (tapian) - injury
یوازې  (yawaze) - only
تراوسه (tarosa) - until now

Comments